spogmai
Joined : 11 Feb 2008 Posts : 5
| Subject: hewad sherzad sher Thu Feb 14, 2008 8:26 am | |
| this person has some strong feelings and very talented person see how he express his feelings in so clear image
::::::::::::::::::::::::::::::::::::: د خيالونو دُنياګۍ :::::::::::::::::::::::::::::::::::::::: ...... د خـــپل يار پـــــه سينه پروت وای ــ سره لبان مـــــې ښکلولای .................... د خـــــــوږې مــــينې دُنيــا وای ــ تور زلفان مـــــــــې لـــــوبــولای ...... د ښايسته ګلو بـــــاغچه وای ــ چــــــــې جـــانان مې راسره وای .................... زه مــــــاليار ددغـــــه باغ وای ــ ســــــــــره ګُلان مـــــــې بويوﻻی ...... د دلبر په ﻻس کــــــې جـــــــام وای ــ زه مې يار ته په سلام وای .................... جام منګُل کـــــې د جـــــانان وای ــ په ورو ورو مــــې غړپولای ...... د يار سترګې ميخانې وای ــ دواړه شونډې سرې پيالې وای .................... پکــــــې پروت نــــشه،نـــشه زه ــ ســــــــره شراب يې راکــــولای ...... د خـــــيالو يوه زانګـــو وای ــ چـــې خـپل يـــار ته په کتـو وای .................... د يو بـــــــــل په تمــــــاشــــــه وای ــ تــــر سهـــــاره زنـــګېــــدﻻی ...... د ګُلـــــرخ زلفــــو کې باغ وای ــ پکـــې بل د عشق څـــراغ وای .................... مـــــــا هېواد شېرزاد ژړﻻی ــ خـــــــو چـــــــــې يار راته خندﻻی |
|